افغانستانخبرونهعجایب

د الوتکې په ټیر کې هند ته په پټه تللی ماشوم بېرته را وګرځول شو

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

 هندي رسنیو تېره ورځ خبر ورکړ، چې یو ۱۳ کلن افغان د کام ایر الوتکې د ټایر په ویل کې ۹۴ دقیقې پټ سفر کړی، او له کابل څخه ډیلي ته تللی.

کله چې د هوايي شرکت کارکوونکو دغه ماشوم د الوتکې له ښکته کېدو وروسته وموند، د هند امنیتي ځواکونو ته یې سپارلی دی.

هندي رسنیو پرون (دوشنبه، د وږي ۳۱مه) خبر ورکړی، چې یو ۱۳ کلن افغان ماشوم یې د دغه هېواد ډیلي په اندرا ګاندي نړیوال هوایی ډګر کې موندلی دی.

دوی زیاته کړې چې دا ماشوم د کندز ولایت اوسېدونکی دی.

د کام ایر الوتکې د ټایر په ویل کې پټ له کابل څخه ډیلي ته تللی شاوخوا ۱۱:۱۰ بجې تر دوه ساعته الوتنې وروسته د هوايي شرکت کارکوونکو وموند او د هند امنیتي ځواکونو ته یې وسپاره.

باید وویل شي چې دغه ماشوم په هماغه ورځ په یوه بله الوتنه کې کابل ته ستون کړل شوی دی.

د یادولو ده چې له دغه ماشوم څخه شویو څېړنو کې هند ته د نوموړي په پټه تلو کې کوم بل دلیل نه دی لیدل شوی او دغه ماشوم هم ویلي چې په پټه د کابل هوایی ډګر ته ننوت او په ټایر کې کېناستلی و.

دا چې دا خبره څومره حقیقت لري یا نه، تر اوسه یې په اړه د یاد شرکت مسوولانو څه نه دي ویلي.