خبرونهنړۍ

تر څو په افغانستان کې حالات سم نه شي، په سیمه کې تلپاتې سوله نا ممکنه ده

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور ویلي، چې پښتونخوا د امنیت له ستونزو سره مخ ده، او تر هغې چې په افغانستان کې حالات سم نه شي، په سیمه کې د تلپاتې سولې ټینګښت ممکن نه دی.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور په پاکستان کې د بریتانیې له لوړپوړي کمیشنرې جین ماریټ سره لیدنه کې ویلي، په سیمه کې د سولې د تلپاتې حل لپاره د خبرو اترو او جرګو لاره غوره کولو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه چې خیبر پښتونخوا څو لسیزې د افغان وروڼو مېلمستیا کړې، موږ د افغان کډوالو په عزت سره خپل وطن ته ستنېدل غواړو، او صوبايي حکومت د وطن ته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره هر ممکنه اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي ژر به د افغان طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي، ترڅو په خیبرپښتونخوا کې د نا امنۍ په لمنځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي.