افغانستانځانګړي برخهراپورونه

اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته پنځه ورک شوي افغان کډوال ماشومان سپارل شوي

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

په پاکستان کې د ایدهي په نوم يو خیریه بنسټ له لوري د طالبانو سفارت ته ۵ ورک شوي افغان کډوال ماشومان سپارل شوي دي.

سرچینې وايي چې دغو ماشومانو ته د خپلو کورنيو په تړاو دقیق معلومات نشته او عمرونه يې له لسو کلونو کم دي.

په ماشومانو کې يوه نجلۍ او څلور هلکان دي؛ خو څرګنده نه ده چې ټول د يوې کورنۍ دي او که د بېلابېلو کورنيو غړي دي.

د ایدهي خیریه بنسټ ويلي چې دغه ماشومان له خپلو کورنيو پاتې شوي او داسې ښکاري چې کورنيو يې افغانستان ته جبري کډه کړې وي.

بلخوا په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د يو خيریه بنسټ له لوري ورته پنځه ماشومان سپارل شوي دي.

یاد بنسټ ويلي دغو ماشومانو ته د خپلو کورنيو معلومات نشته او غوښتنه يې کړې چې هر څوک دغه ماشومان پېژني په اسلام اباد کې دې افغان سفارت سره اړیکه ونيسي.

یوې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې راپور کې ذکر شي کابل ټيلیګراف ته وويل چې د دغو ورکو ماشومانو کورنۍ په جبري ډول له پاکستان ويستل شوي او دغه ماشومان ترې پاتې شوې دي.

هغه زیاته کړه، پاکستاني پولیس ډېر کله په کورونو چاپه اچوي، او پرته له دې چې کورنۍ خپل اولادونه او د کورنۍ غړي بشپړ کړي، هغوی جبري تګ ته اړ کوي او حتی د کور د وسایلو اجازه هم نه ورکوي.

د پاکستان په راولپنډۍ کې مېشت يو افغان کډوال جمشید خان وايي، پاکستاني پوليس له افغان کډوالو سره ډېر ناوړه چلند کوي.

دی زياتوي: ((کله چې پولیس چاپه ووهي، کورنۍ ته يو یا دوه ساعته وخت ورکوي، ورته وايي چې د کور سامانونه به هم نه وړئ او کډې بار کړئ، خلک مجبور شي، چې د کور وسایل په ارزانه بیه په ګاونډیانو خرڅ کړي، لیلام يې کړي، کله نا کله داسې هم کېږي چې د کورنۍ يو غړی کار ته تللی وي، یا بل ځای وي، هغې ته يې هم نه پرېږدي. او کډې وربار کړي.))

پاکستان د سپټمبر په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ پيل کړې چې تر اوسه د تورخم او سپين بولدک له لارې سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.