
کابل ټیلیګراف – ۴ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
یو شمیر کابل ښاریان د برېښنا له پرلهپسې پرچاویو شکایت کوي او وایي چې په شپه او ورځ کې تر پنځو ساعتونو برېښنا هم نه لري او طالبان دې د دغې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.
د یادونې ده، له څو کلونو راهیسې په اوړي او ژمي کې برېښنا ته تقاضا ډېره وي او دوامداره پرچاوۍ ډېرې شوې چې له امله یې د ښار اوسېدونکي شکایتونه لري.
د کابل د شهرنو اوسېدونکي محمد وایي: «د ورځې په اوږدو کې یوازې پنځه ساعته برېښنا لرو، هغه هم که وي او کله نه.»
هغه د برېښنا دوامداره پرچاوۍ ځورونکې وبللې او له طالبانو یې وغوښتل چې د دې ستونزې بنسټیز حل ته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه، د خیرخانې اوسېدونکي مصطفی وویل: «د ورځې یوازې شپږ ساعته برېښنا لرو، په دوکان کې هم برېښنا نشته، اړ یم چې د رڼا لپاره له سولره کار واخلم، په کور کې نه کولر روښانه کولای شو، نه پکې او نه ايسي.»
دغهراز، د ارزانقیمت سیمې اوسېدونکی یارمحمد وفا وایي: «هره ورځ درې ساعته برېښنا لرو او د شپې هغه وخت برېښنا راځي چې خلک ویده وي.»
نوموړي زیاته کړه: «له طالبانو غواړم چې د پلازمېنې د برېښنا ښه کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي»»
د دشتبرچي اوسېدونکی سیداحمد ناصري وایي: «هره ورځ یوازې درې ساعته برېښنا لرو، شپه هم ناوخته برېښنا راځي. له سوداګرو غواړم چې په هېواد کې د برېښنا د تولید برخه کې پانګونې وکړي څو دا ستونزه حل شي.»
د علاوالدین درېلارې اوسېدونکي بهزاد ابراهیمي وویل: «د ورځې هيڅ برېښنا نه لرو او د شپې هم برېښنا ډېره ناوخته راځي.»
دی وایي کله چې را هم شي نو په شپه او ورځ کې تر پنځو ساعتونو برېښنا نه وي.
هغه زیاته کړه، د برېښنا نشتوالي اوبو ته لاسرسی هم ستونزمن کړی او د دغه حالت دوام د سیمې د خلکو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د یادونې ده چې تېره شپه هم د یوه ساعت لپاره په بغلان ولایت کې برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت بیا ویلي چې هڅه کوي چې په منظمه توګه خلکو ته برېښنا ورسیږي. له ترکمنستانه کابل ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد پروژه ۹۵ سلنه بشپړه شوې او تر راتلونکي یوه کال پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې له دې سره به د پرچاویو ستونزه حل شي.
د یادونې ده، د برېښنا شرکت د چنګاښ په درېیمه پر خپله اېکسپاڼه د یوې ويډيو په خپرولو ویلي وو چې په کابل ښار کې د پرچاویو کمېدو لپاره یې د ترهخېل ۱۰۵ میګاواټ حرارتي برېښنا د تولید دستګاه فعاله کړې ده.










