
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په چین کې د نړۍ تر ټولو لوړ پل د جوړیدو وروسته د سپتمبر په ۲۸مه رسماٌ د ترافیکو پرمخ پرانیستل کیږي.
د «هواجیانګ ګرېنډ کینین» د پل لوړوالی د سیند له سطحې څخه ۶۲۵ متره لوړ دی.
دغه پل د چین د «ګوئیژو» په ولایت کې جوړ شوی، چې د نړۍ تر ټولو لوړ پل بلل شوی دی.
د پل لوړوالی د سیند له سطحې څخه ۶۲۵ متره دی او ټولیزه اوږدوالی یې ۲۸۹۰ مترو ته رسیږي.
له پرانیستې وروسته به دا پل د نړۍ د تر ټولو لوړ پل او په غرنیو سیمو کې د تر ټولو اوږد واټن لرونکي پل ریکارډ خپل کړي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا پل چې په نږدې درې کلونو کې بشپړ شوی، ۲۸۳ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی دی او د دې پل لوړوالی د امریکا د «ورلډ ټریډ سنټر» له ودانۍ هم زیات دی.










