خبرونهلوبېنړۍ

د کرکټ لوبه که سیاسي میدان؛ پاکستان او هند دواړو لوبډلو یو پر بل شکایتونه کړي

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د هندوستان کرکټ بورډ د «۰-۶» او د ډزو سیلیبریشن له د کرکټ نړیوالې شورا ته د پاکستان لوبغاړو څخه شکایت کړی، چې دوو پاکستاني لوبغاړو پاروونکي اشارې کړي.

دوی غوښتنه کړې، چې د پاکستان د تېز توپ اچوونکي حارث رؤف او صاحبزاده فرحان پر ضد دې سخت اقدام وشي.

حارث رؤف د نندارچیانو له خوا د “کوهلي، کوهلي” د شعارونو پر مهال د هند او پاکستان جګړې په ترڅ کې د هند د شپږو الوتکو د غورځېدو اشاره وکړه، په ورته وخت کې صاحبزاده فرحان د خپل پنځوسو منډو پوره کولو وروسته د ټوپک ډزو سیلیبریشن وکړ.

هندي کرکټ بورډ د دې موضوع په تړاو د میچ ریفري اینډي ډي پایکرافټ ته ویډیويي ثبوتونه هم سپارلي دي.
د هندي بورډ په وینا، دا چلند د لوبې د سپېڅلتیا (Spirit of the Game) پر خلاف دی، نو ځکه باید پر دغو لوبغاړو سخت اقدام وشي.

بل لور ته، د پاکستان کرکټ بورډ له خوا د هندوستان د لوبډلمشر سوریا کمار یادیو پر ضد ICC ته استول شوي شکایتي لیک جزییات هم رسنیز شوي دي.

سرچینې وایي چې د پاکستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا ته د هندي کپتان پر ضد په لیک کې لیکلي: سوریا کمار یادیو په قصدي ډول د «پهلګام پېښې» او «عملیات سندور» ته اشاره کړې وه، چې دا کار د اخلاقي اصولو خلاف دی او باید پرې اقدام وشي.

د پاکستان کرکټ بورډ ټینګار کړی چې سوریا کمار لوبه په سیاست کې ښکېله کړه او د هغې شهرت ته یې زیان ورساوه، نو ځکه د ICC د کوډ آف کنډکټ ټول بندونه په دې لوبه تطبیق کېږي.

په لیک کې دا هم یادونه شوې چې ICC پخوا د «Free Gaza» او «Freedom is Human Right» شعارونه د کوډ آف کنډکټ خلاف بللي وو.

سرچینې زیاتوي چې په لیک کې روښانه شوې وه چې د هندي کپتان څرګندونې په مستقیم ډول د پاکستان پر ضد وې او باید پر هغه سخت اقدام وشي، ځکه که دا ونه شي نو د کرکټ ډګر به په سیاسي ډګر بدل شي.

راپورونه وایي چې ICC د هندي کپتان پر ضد د انضباطي اقدام نیت ښودلی دی