خبرونهنړۍ

غزه: د اسرائيلي پوځ په بریدونو کې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د عربي رسنیو د راپور له مخې، د اسرائيلي پوځ لخوا په غزه کې یو کور په نښه شوی.

به دغه برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان چې په کور کې موجود وو، شهیدان شوي دي.

اسرائيلي پوځ د غزې په شمال کې ۲ تنه او د د خان یونس په سیمه کې یو فلسطینی شهید کړی دی.

د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر راهیسې روانو اسرائيلي بریدونو کې تر اوسه ۶۵ زره او ۴۱۹ فلسطینیان شهیدان شوي او د ټپیانو شمېر له ۱۶۷ زرو اوښتی دی.