
کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
لوګر ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي چې، د غلو یوه درې کسیزه ډله یې نیولې ده.
د یادې قومندانۍ د مالوماتو پر اساس دغې ډلې به د طالبانو د ټرانسپورټ کارکوونکو په نوم له موټرو پيسې اخيستې.
چارواکو ویلي، چې له نیول شویو کسانو سره یې یو شمېر وسایل هم نیولي دي.
لوګر کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: «د نیول شویو غلو درې کسیزې ډلې د لوګر پر عمومي سړک ټرانسپورټ د کارکوونکو له نوم او امنیتي ارګانونو له وسایلو څخه په استفادې د لویو موټرو چلوونکو څخه غلاوې کولې او پيسې اخيستلې.»
نیول شوي کسان به تر پوښتنو وروسته قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.










