افغانستانخبرونه

هندوستان د افغانستان زلزله ځپلو لپاره نوې مرستې لیږلي

کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

هندوستان د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې وروسته د بشري مرستو یوه نوې کڅوړه دې هېواد ته لېږلې ده.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د پنجشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزې شبکې ویلي، چې د مرستو درې کانټینرونه د چابهار بندر له لارې کابل ته رسېدلي او په رسمي توګه یې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

د جیسوال په وینا، دا مرستې خواړه، د اوبو پاکولو دستګاوې، د پروټین پوډر، د خیمو لپاره اوسپنه، د خوب کولو سامان، د حفظ الصحې کټونه، د اوبو ټانکونه، جنراتورونه، کورنۍ خیمې، کمپلې، درمل او نور طبي توکي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ترکیې هېواد له لورې هم زلزله ځپلو لپاره بشري مرسته را ولیږدول شوه.