ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

اماراتو کې د AI له لارې د مشهورو شخصیتونو انځور جوړول غیرقانوني اعلان شول 

کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په متحدہ عربي اماراتو کې په مصنوعي ځیرکتیا یا AI په مرسته له اجازې پرته د مشهورو شخصیتونو او ملي نښو انځور جوړول غیرقانوني اعلان شول.

د اماراتو رسنیز مرکز خبرداری ورکړی چې د اجازې پرته د AI په مرسته د مشهورو شخصیتونو او ملي نښو انځور جوړول او گمراه کوونکي معلومات خپرول غیر قانوني دي او سرغړونکو ته به سخته سزا ورکړل شي.

دغه دفتر زیاته کړې، دا ډول فعالیتونه، نه یوازې مسلکي او اخلاقي مسؤلیتونو څخه سرغړونه ده، بلکې د اماراتو د رسنیو قوانینو له مخې درنه جریمه هم لري.

دوی خلکو ته خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ذهانت په مرسته د چا هویت ته زیان ونه رسوي. 

سربېره پر دې، کرکه خپرول، جعلي پروپاګنډ، کردار او ټولنیزو ارزښتونو ته زیان رسول په دغه هېواد کې منع اعلان شوي او د نورو سزاګانو ترڅنګ پراخه جریمه لري.

په وروستیو کلونو کې متحدہ عرب اماراتو د ټولنیزو رسنیو مقررات نور هم سخت کړي ترڅو خلک د جعلي خبرونو او زیان رسوونکي موادو څخه خوندي وساتي. 

په نړیواله کچه د مصنوعي ذهانت د زیاتېدونکي کارونې په اړه ژوره اندېښنه څرګندېږي. 

ډېرو نړیوالو مشهورو شخصیتونو شکایت کړی چې د دوی غږونه او مخونه د مصنوعي ذهانت له لارې د جعلي کارونو لپاره کارول شوي دي.