
کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د دوبۍ د سړکونو او ټرانسپورټ ادارې (RTA) ویلي، د ۲۰۲۶ کال لومړۍ ربع کې به د ابتدايي ازموینو له بشپړېدو وروسته په دوبۍ سړکونو باندې خلک بې چلونکي ټیکسانو تګ راتګ وویني.
د RTA د عامه ټرانسپورټ ادارې د ټرانسپورټیشن سیسټمونو مشر خالد العوادي تایید کړې چې د جمیرا په ګډون په ټاکل شویو سیمو کې د دې ټیکسي ازموینې روانې دي.
هغه ویلي، دا ازموینې د روان کال په پیل کې د موټر جوړونکو مشهورو شرکتونو پوني AI، بایډو او وي راید سره د شویو تړونونو له مخې ترسره کېږي.
خالد العوادي د دوبۍ نړیوال کانګرس او د بې ډرایور ټرانسپورټ ننګونې پر مهال وویل چې هدف دا دی چې د ۲۰۲۶ کال لومړۍ ربع پورې په دوبۍ کې د روبوټیکسی خدمتونه په رسمي توګه پیل او د خلکو لپاره د لاسرسي وړ شي.
د پوني AI، بایډو او وي راید لخوا د خوندیتوب ارزونې بشپړېدو وروسته د روبوټیکسی ابتدايي ازموینې په دوبۍ سیلیکون اویسس کې ترسره شوې.
وروسته له هغې، بایډو او وي راید دا ازموینې د ښار مصروفو سیمو ته پراخې کړې، چې پکې ټولټال ۶۰ موټرې غوره شوي، له دې جملې ۵۰ د بایډو او ۱۰ د وي راید دي.
RTA د روبوټیکسی ازموینو لپاره ځانګړي اجازت نامې صادرې کړې، او تخنیکي ټیمونه او خپلواک سلاکاران د ازموینې پروسې د هر پړاو څارنه کوي.










