ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

مایکروسافټ د اسرائیلي استخباراتي ادارې د ټیکنالوژۍ لاسرسی بند کړ 

کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د نړۍ په کچه د سافټویر جوړونکې مشهورې کمپنۍ مایکروسافټ د اسرائیلي څارګرې ادارې د ټیکنالوژۍ لاسرسی بند کړی دی. 

د بریتانوي ورځپاڼې په وینا، اسرائیلي څارګرې ادارې د فلسطینیانو د څارنې لپاره د مایکروسافټ ایزور کاروله، او د کال ریکارډ ډاټا څارنې اسرائیلي اقدام د مایکروسافټ د شرایطو سرغړونه بلل شوې. 

د فشار او نړیوالې غندنې وروسته د اسرائیلي څارګرې ادارې د کلاؤډ سټوریج او ځینې AI اسانتیاوو ته لاسرسی ختم شو. 

د بریتانوي ورځپاڼې د څېړنو له مخې، په یوه ساعت کې یو میلیون تلیفونونه ذخیره او تحلیل کېدل. 

په دې اړه د مایکروسافټ مرستیال مشر بریډ سمیت ویلي چې دوی د کوم هېواد د وګړو پراخې څارنې لپاره ټیکنالوژي نه ورکوي. 

د بریتانوي ورځپاڼې په وینا، د غزې جګړې پر مهال لومړی ځل دی چې یوې لویې امریکايي کمپنۍ د اسرائیلي پوځ څخه اسانتیاوې بېرته اخیستې دي.