
کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټیک ټاک په اړه اجرایوي فرمان لاسلیک کړی دی.
هغه ویلي چې امریکايي پانګوال د ټیک ټاک ملکیت په غاړه اخلي او د چین ولسمشر شي جن پینګ د تصویب په معامله کې غوره رول لوبولی دی.
ټرمپ دغه راز رسنیو ته وویل: نن د غزې په اړه خبرې ډېرې ښې وې، او د مسلمانو هېوادونو له مشرانو سره یې د غزې په اړه ډېرې ښې خبرې شوي.
هغه زیاته کړه چې د یرغمالو د خوشې کولو تړون به ډېر ژر ممکن شي، او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې هم غوره لیدنه وشوه.










