
کابل ټیلیګراف د تلې ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستاني رسنۍ وایي، د خیبرپښتونخوا د کرک په سیمه کې د پوځ او پولیسو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
دغه رسنۍ زیاتوي، دغه عملیات د کرک په درشي خېل سیمه کې چې د لکي مروت او کرک پر پوله پرته ده، د استخباراتي عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.
رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي: چې د وسله والو له دغه ۲۲ کسیزې ډلې څخه یې پاتې هم ټپیان کړي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، دا عملیات د ملا نذیر ډلې اړوند کسانو د شتون د موجودیت په اړه د معلوماتو پر بنسټ ترسره شول.










