افغانستانخبرونه

په غور کې یو کس ټول قرآن کریم په لاس لیکلی

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د غور ولایت د تولک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد طاهر، په پنځو کلونو کې توانېدلی چې د قرآن کریم ۳۰ سپارې په لاس ولیکي.

محمد طاهر ویلي چې د دین سره د خپلې ځانګړې مینې له امله یې دا مقدس اثر په لاس لیکلی دی.

هغه د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه غوښتي چې دا اثر نندارې ته وړاندې کړي ترڅو نور د دیني علومو مینه وال ترې الهام واخلي.

په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ژمنه کړې چې د دې اثر د نندارې لپاره به همکاري وکړي.