
کابل ټیلیګراف د تلې ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، په بدخشان کې د ۸۰ متره پل د رغونې چارې د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.
دغه وزارت وايي، دا پل د بدخشان ولایت اړوند د ارګو او شهر بزرګ ولسوالیو ترمنځ د برلاس په سیمه کې د کوکچې پر سیند جوړیږي.
په دې اړه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، دغه پل ۸۰ متره اوږدوالی او نږدې ۱۰ متره پلنوالی لري، چې په کانکریټي ډول رغول کیږي.
سرچینه وايي، د دې پل په رغولو سره به د ارګو، شهر بزرګ او د شهر بزرګ ولسوالۍ له لارې د پنځه ګونو ولسوالیو او بدخشان- تخار لویې لارې د تلونکو خلکو د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد ستونزې هوارې شي.










