افغانستانخبرونه

جرمني: افغان کډوال به په منظم او پرلپسې ډول خپل هېواد ته واستول شي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د المان د کورنیو چارو وزیر وایي، له سوریې سره په خبرو بوخت دي، چې له مخې به یې د روان کال تر پایه له دغه هېواده د سوریایي وګړيو پر وېستلو هوکړې ته ورسیږي.

الکساندر دوبرینت ویلي، د افغانان کډوالو د اېستلو لړۍ به هم په منظم او پرلپسې ډول دوام ولري.

دوبرینټ زیاته کړې: «اوس مهال دا لړۍ یوازې د قطر په مرسته شونې ده خو زه غواړم په راتلونکي کې دغه بهیر پرته له کومې ‌واسطې تنظیم شي. د دې لپاره باید په مستقیم ډول په کابل کې له مسوولینو سره خبرې وشي.»

نوموړي دغه‌راز ویلي، د کډوالۍ او پناه‌غوښتنې فدرالي اداره دنده لري چې د سوریایي کډوالو ځینې ځنډول شوې دوسیې بیا وڅېړي؛ ځکه که د غوښتنلیک د رد په صورت کې به د هغو د ایستلو زمینه برابره شي.

د یادونې وړده، چې المان څه موده وړاندې ۹۳ افغانان چې په وینا د دوی لخوا مجرم پېژندل شوي و، د قطر په منځګړیتوب کابل ته ولیږل.