
کابل ټیلیګراف د تلې ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په خوست ولایت کې د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ د افغاني تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو، چې په کې په شاوخوا ۵۰ غرفو کې بېلا بېل توکې نندارې ته اېښودل شوي.
د یاد نندارتون جوړونکي شرکت مشر ذبیح الله احمدي وویل: په تېرو اوو مياشتو کې يې د کورنيو توليداتو دا ډول شاوخوا لس نندارتونونه جوړ کړي، چې موخه یې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته بازار موندنه ده.
د خوست یوه سوداګر نصیر اخترزي له مسوولینو وغوښتل څو د کورنيو تولیداتو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې هم بازارموندنه او د انتقال پروسه کې له دوی سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو وروستیو کې بهر ته د بېلا بېلو افغاني تولیداتو د صادراتو څخه خبر ورکوي.










