
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پخوانیو پوځیانو د نیولو او وژنو په دوام، طالبانو په دې وروستیو کې په کابل ښار کې یو پخوانی پوځي نیولی دی.
سرچینو د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې دغه پخوانی پوځي عبدالحمید جنبش نومېږي او پرون د کابل د قوای مرکز له سیمې څخه نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، جنبش د پنجشېر ولایت د عبدالله خېلو کلي اوسېدونکی دی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران ته تللی و او په دې وروستیو کې له ایرانه ایستل شوی و.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو دغه پخوانی پوځي نامعلوم ځای ته لېږدولی دی او د هغه د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.
د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وروستیو ورځو کې دوه پخواني پوځيان په خوست او بغلان کې د ناڅرګنده وسلهوالو کسانو له خوا وژل شوي.










