پاکستان: که له افغان طالبانو سره خبرې ناکامه شي، د ټوپک په ژبه خبرې کوو

کابل ټیلیګراف د تلې ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو لپاره د دولت وزیر طلال چودري په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده دریځ لري.
چودري ویلي، که پر ډیورنډ کرښه د بریدونو د مخنيوي په برخه کې له طالبانو سره خبرې پایله ورنه کړي؛ نو له هغوی سره به د ټوپک په ژبه خبرې وکړي.
نوموړي ترهګري د پاکستان لپاره تر ټولو ستره ننګونه بللې او زیاته کړې ده چې، اوسني پوځي عملیات به د پاکستان په ناامنو سیمو کې د کورني امنیت د ټینګښت او خوندي پانګونې لپاره دوام ولري.
چودري ادعا وکړه، چې د پاکستان په بریدونو کې ۸۰ سلنه بریدګر افغانان دي.
د هغه په وینا؛ پاکستان هوډ لري چې امنیتي ګواښونه په بشپړ ډول پای ته ورسوي او امنیت ته د پراختیا له پاره د بنسټیز شرط په توګه لومړیتوب ورکړي.
په وروستیو میاشتو کې ډيورنډ کرښې ته نږدې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ناامني ډېره شوې ده. هره اونۍ د وسلهوالو په بریدونو او چاودنو کې د پوځیانو، پولیسو او ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکول کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې، څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په وروستۍ غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم وویل، هېواد یې اوس هم له داسې ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان دی چې له بهره یې ملاتړ کېږي.










