افغانستانخبرونه

خلیلزاد وایي،د طالبانو له ‌لوري د امریکايي وګړي خوشې کېدل مثبت ګام دی

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د طالبانو له بنده د امریکايي وګړي ازادېدل یو مثبت ګام دی.

هغه نن دوشنبه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د طالبانو له بنده د امریکايي وګړي امیر امیري له خوشې کېدو هرکلی کوي او دا د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه‌والي کې یو مهم او مثبت ګام دی.

خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې د نورو امریکايي زندانیانو مسله هم په ښه توګه حل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره شپه د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر سره لیدنه کې وویل، د امیر امیري په نوم یو امریکايي وګړی یې له بنده ازاد کړی.

هغه ویلي، د طالبانو دغه ګام د دې ښکارندویي کوي چې مسایل د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.

د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر هم د یاد امريکايي وګړي د خلاصون له پرېکړې هرکلی کړی او دا يې ښه شېبه بللې.

هغه هيله څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت سره په پاتې مواردو هم خبرې دوام پيدا کړي.