
کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د نمیبیا په مهم سیاحتي مرکز اټوشا ملي پارک کې اور لګېدلی، چې د کنټرول لپاره یې د دې هېواد د پوځ څخه مرسته غوښتل شوې ده.
د بهرنیو رسنیو په وینا، د نمیبیا په اټوشا ملي پارک کې د اور وژنې لپاره چورلکې او سلګونه سرتېري لېږل شوي دي.
د افریقایي براعظم په سویلي برخه کې موقعیت لرونکی اټوشا ملي پارک د وحشي ژوو یو لوی مرکز دی.
دا اور له یوې اوونۍ راهیسې لګیدلی، چې تر اوسه یې ۹ ځناور وژلي دي.
دا ملي پارک په څو هکتاره ځمکه کې جوړ شوی دی، چې یوه برخه یې له ګاونډي هېواد انګولا سره هم نښتې ده.










