خبرونهلوبې

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د ‏شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې.

دا سیالۍ به د زمري پر ۲۲مه پېل او د وږي پر ‏۴مه پای ته ورسېږي.

د لوبغاړو غوراوي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، راشدخان د سپین‌غر پړانګانو، ‏حشمت‌الله شاهدي د بند امیر ښامارانو، ابراهیم ځدراڼ د مېس عینک اتلانو، ‏رحمت‌شاه د بُست ساتونکو او عظمت‌الله عمرزی د امو نهنګانو لوبډلمشران ‏ټاکل شوي دي.

دا سترې سیالۍ به ۱۴ ورځې دوام وکړي چې هره ‏لوبډله به په لومړي پړاو کې اته لوبې کوي او په ټوله کې له ۲۰ لوبو وروسته د ‏دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ پای لوبه ترسره کېږي.‏

په دې لیګ کې به د هېواد ملي لوبغاړو تر څنګ د کورني کرېکټ لسګونه نور ‏لوبغاړي هم ولوبېږي.‏

د شپږیزې کرېکټ لیګ لومړی پړاو لوبې په ۲۰۱۳م کال کې پېل شوې او سږکال یې د نهم پړاو ‏لوبې په کابل کرېکت لوبغالي کې ترسره کېږي.‏

د یادونې ده چې له نوموړي لیګ وروسته به د زونونو په کچه، احمدشاه ابدالي ‏فرسټ کلاس او د درېیم پړاو زرغون افغانستان جام لوبې هم ترسره شي.‏