خبرونهنړۍ

د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لسګونه توغندي توغولي

د لبنان حزب‌الله ډلې ویلي چې د اسراییل د شمالي ښار بیت هیلل لور ته یې لسګونه راکټونه ویشتلي دي.

په ایران پورې تړلې، دې ډلې ادعا کړې چې دا لومړی ځل دی چې د اسراییل دا سیمه په توغندو ولي او دا برید یې د لبنان پر جنوبي سیمو د اسراییل د بریدونو په غچ کې کړی دی.

په ورته وخت کې د اسراییل پوځ وویل چې د لبنان له لوري د بر جلیل پر لور شاوخوا ۳۰ توغندي ویشتل شوي دي.

د اسراییل د پوځ په وینا، د اکثره راکټونو مخه نیول شوې او بې له دې چې چا ته زیان واړوي په بیت هیلل کې لوېدلي دي.

ځینو اسراییلي رسنیو لکه وای نیټ ویلي چې په هیلل کې د اورلګېدو یوه پېښه شوې ده.