خبرونهسیمه

بلوچستان کې شدیدو بارانونو ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د تېرو څو ورځو راهېسې پرلپسې شدیدو ورښتونو، اسماني تندر او د سیلابونو له امله ۱۲ کسان مړه شوي او ۳۲ نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په يو راپور کې ويلي چې د بلوچستان په شمالي، شمال ختيځ او جنوبي سيمو کې چې د دغه ایالت د ستر ښار کويټې په ګډون په ۲۲ ولسواليو کې ګڼ مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې دا بارانونه چې سیلابونه به هم ولري د اګسټ تر ۶مې (سه شنبې) تر ورځې دوام وکړي.
په راپور کې ويل شوي چې په باراونو کې ۱۲ کسان مړه شوي، ۳۲ ټپيان دي او ۲۶۳ کورونه زيانمن شوي چې له ډلې يې ۹۱ په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
دغه راز د دغه باران او توپان له امله ۳۱۲ هکټاره ځمکه باندې ولاړ فصلونه، ۱۹ کیلومټره سړک او ۱۰۶ سره څاروي هم له منځه تللي دي.