خبرونهنړۍ

غزه کې پر يوه ښوونځي د اسرائيلي ځواکونو برید کې ۱۷ کسان مړه شوي

د عربي رسنيو د راپورونو له مخې، د غزې په يوه ښوونځي باندې چې له جګړې په کې خلکو پناه اخېستې وه، اسرائيلي ځواکونو بمبار کړی چې د ماشومانو په ګډون په کې ۱۷ کسان وژل شوي او له ۶۰ ډېر ټپيان دي.
عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي چې تر لومړني هوايي برید وروسته کله چې خلک د مرستې لپاره د جسدونو او ټپيانو د راويستلو په موخه ورټول شول، اسرائيلي ځواکونو پرې بیا بمونه ور وغورځول.
بلخوا اسرائيلي ځواکونو د حماس غورځنګ او د لبنان حزب الله غورځنګ پر غړو هم بريدونه ډېر کړي دي.
د راپورونو له مخې، د فلسطین په غربي څنډه کې اسرائیلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه ځايونه د بې پيلوټه الوتکې له لارې بمبار کړي چې د حماس غورځنګ ۹ غړي يې وژلي دي. په وژل شويو کې د حماس غورځنګ یو مهم قومندان هم شامل دی.
هاخوا د لبنان په يوه سیمه کې هم د حزب الله غورځنګ په يو موټر باندې د اسرائيلو په يو هوايي برید کې د حزب الله یو مهم قوماندان علی عبدا علی وژل شوی دی.