افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د خوړلو نړیوال سازمان د بودیجې کمښت له امله اندېښنه ښودلې

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د بودیجې د کمښت له امله به سږ کال ۶۰۰زره افغان مېرمنې له ځانګړو غذايي موادو بې برخې شي.

دغه سازمان زیاته کړې چې په ۲۰۲۴م کال کې یې له ۱،۶ میلیونو امیندواره او شیدې ورکوونکو ښځو سره د غذايي موادو د وېش مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو اړوند دغې ادارې په ایکسپاڼه کې په يوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې يې د خوارځواکۍ د مخنيوي او درملنې په برخه کې له اميندوارو او شيدې ورکوونکو ښځو سره مرسته کړې ده.

یوه میاشت وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د بودیجې د کمښت او د مالي بحران له امله به یوازې د ۲۰۲۴م کال تر اکټوبر پورې یو میلیون خلکو ته خوراکي توکي وویشي.

دغه سازمان ویلي چې د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه وګړي کافي خواړه نه لري او ۱۲ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د جون د یوه راپور له مخې، هره ورځ په افغانستان کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د امیندوارۍ او ولادت اړوند مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *