د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشتو یو شمېر جلا وطنه افغان مېرمنو پر افغانستان د طالبانو د ولکې او تېر درې کلن حاکمیت پر ضد لاریون وکړ.
دغو مېرمنو د ۲۰۲۱ کال ۱۵ اګست توره ورځ وبلله چې په ترڅ کې یې افغانانو په ځانګړې توګه مېرمنو او نجونو خپل انساني حقونه له لاسه ورکړل.
دغو مظاهره کونکو افغان مېرمنو چې (له افغان مېرمنو سره ودرېږئ او ترهګرو طالبانو ته نه ووایاست) شعارونه یې له ځان سره لېږدول وویل چې طالبانو په افغانستان کې په خپل درې کلن حاکمیت سره وښوده چې افغان مېرمنو او نجونو ته د ټولنې د انساني برخې په سترګه نه ګوري او نړۍواله ټولنه باید پر دغې ډلې فشارونه زیات کړي.
ددغې مظاهرې یوې ګډونوالې راحیل تلاش کابل ټیلیګراف ته وویل: «موږ د افغانستان د جمهوري دولت د سقوط یا تسلیمولو او طالبانو د حاکمیت ددرې کلنۍ په درشل کې قرار لرو چې پر دې ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه بله توره ورځ ثبت شوه».
ِآغلې تلاش زیاته کړه، دوی یوځل بیا ددې مظاهرې په ترڅ کې د افغان مېرمنو غږ پورته کړ څو د نړیوالو غوږونو ته دا پیغام ورسېږي چې افغان مېرمنې له سختې بدمرغۍ سره مخ دي.
ددې مظاهرې یوه بله ګډونواله فاطمه اعتمادي وایي: «موږ د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مې ته د شومې او تورې ورځې په سترګه ګورو، هغه ورځ چې د افغان مېرمنو بدبختي پیل شوه. هغه وايي موږ ددې ورځې او هغو خلکو د غندنې لپاره راوتلې یو چې ددې ورځې د راتلو لامل شول.»
آغلې اعتمادي وویل، ددې لپاره یې مظاهره کړې چې نړیواله ټولنه، د بشر حقونو نړیوال سازمانونه او دنړۍ هیوادونه د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو پر وړاندې مسؤلیت لري، درې کاله کېږي چې د افغان مېرمنو انساني حقونه په بدترینه توګه تر پښو لاندي شوي.
د یادولو وړ ده چې طالبانو په خپل درې کلن حاکمیت کې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې فعالیتونه ممنوع ګرځولي، د بیان او د رسنیو آزادي یې محدوده کړې، افغان مېرمنې او نجونې یې له تعلیم، کار او په ټوله کې له ټولنیز ژوند څخه محرومې کړې دي.