د طالبانو د حاکمیت دری کلن مزل؛ له افغانستان څخه ترهګریز ګواښ ته کتنه
تحليل: احمد نوید سپیڅلی
د طالبانو له دری کلنې واکمنۍ وروسته دا پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده، چې ایا افغانستان اوس هم د تروریزم لپاره خوندي پټنځای او بیا هم د نړۍ له سترګو پټ د ترهګرۍ په مرکز بدلېدونکی ځای دی؟
په تېرو درېیو کلونو کې په پرلپسې ډول د ملګرو ملتونو په شمول ګڼ شمېر نړیوالو سازمانونو، امریکا، چین، روسیې، اروپايي او د سیمې هېوادونو خپلې اندېښنې شریکې کړې، چې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته او د جمهوریت له پرځېدو را په دې خوا افغانستان د تروریستي ډلو لپاره په لا خوندي پټنځای بدل شوی او د دوی د محاسبو او استخباراتي اطلاعاتو په اساس د دې وېره موجوده ده چې یادې ډلې به په نیږدې راتلونکي کې د دې ځواک پیدا کړي، چې له افغانستان څخه د باندي خپل اهداف په نښه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ترهګرې ډلې په دوو کټګوریو وېشلی شو؛ هغه چې د طالبانو خواخوږي او ملاتړ ورسره دی او له کلونو راهیسې د دوی ستراتژیک اهداف او د مسایلو په اړه مشترک لرلید یو دی. په یادو ډلو کې القاعده شبکه او تحریک طالبان پاکستان دي، چې د هر اړخیز ځواک پر مټ یې طالبانو وکولای شول د ناټو او پخوانیو افغان ځواکونو پر وړاندې د خپلې جګړې لیکې ځواکمنې کړي. دویمه ډله د داعش خراسان ډله ده، چې په وروستیو څو کلونو کې له طالبانو سره د یادې ډلې خونړۍ جګړې شوې او لا یې هم د یوه او بل پر وړاندې سنګرونه ګرم ساتلي.
په دې لیکنه کې په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تروریستي ډلو فعالیت ته ځغلنده کتنه کوو. د دې ترڅنګ د دې پوښتنو په لټه کې یوو: د تروریستي پېښو د ګواښونو له امله نړۍ ته څومره عملي ګواښ موجود دی؟ د یوه مشروع حکومت د نشتون له امله ایا طالب ځواکونه دا وړتیا لري، چې د داعش او په افغانستان کې د موجودو نورو تروریستي ډلو پر ضد مبارزه وکړي؟ په اوسنیو شرایطو کې چې ویل کېږي د القاعده شبکې عملیاتي او لوجستکي وړتیا کمه شوې او د رهبري له خلا سره مخ ده، د سیمې او نړۍ لپاره د دې ډلې ګواښ څومره جدي دی او له طالبانو سره یې اړیکې په کوم بڼه دي؟ هغه اندېښه چې د سیمې او نړۍ هېوادونه یې د تېرو افغان او امریکايي ځواکونو د پاتې شویو وسلو او امکاناتو په اړه ښيي، دې ګواښ او اندېښې ته په پام یادې مسلې په تېرو درېیو کلونو کې څه پایلې درلودې؟ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د تروریستي پېښو او د ترورتیسي ډلو فعالیت ته په پام ایا د یولسم سپټمبر په څېر د کومې بلې داسې پېښې امکانات موجود دي؟ که موجود وي او د یولسم سپټامبر په څېر که کومه بله داسې تروریستي پېښه د نړۍ په کوم کونج کې کېږي، د افغانستان لپاره به یې عواقب څه وي؟ ایا داعش یا القاعده د دې وړتیا لري، چې له افغانستان څخه په استفادې په نیږدې راتلونکي کې د یولسم سپټامبر په څېر بریدونه وکړي؟ د سیمې هېوادونه هم وخت نا وخته له افغانستان څخه د ترورېزم د ګواښونو په اړه خپلې جدي اندېښنې شریکوي، له طالبانو سره په دې برخه کې د دې هېوادونو ګډه همکار څومره ده؟ تروریستي ډلو پر ضد د مبارزې په برخه کې د امریکا او طالبانو همکاري ته په کومه سترګه کتل کېږي؟ د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره نړۍ او د سیمې هېوادونو ته څه په کار دي؟ کوم عملي ګامونه دي چې دا ګواښونه را کمولی شي؟
د طالبانو اسلامي تحریک د افغانستان په تېر څه کم دېرش کلن تاریخ او د خپل فعالیت په جریان کې د سیاسي خوځښت په پرتله وسله وال تحریک پاتې شوی دی، چې یاد خصوصیت او د مبارزې بڼې له بېلابېلو تروریستي ډلو سره د دې تحریک اړیکې نیږدې او ان د ستراتژیکې رابطې تر کچې ورسولې. د دوی د واکمنۍ په اوله دوره کې د القاعدې په شمول له بېلابېلو سیمه ییزو او نړیوالو تروریستي ډلو سره نیږدې اړیکې او بیا د نړیوال ایتلاف او افغان ځواکونو پر وړاندې د دوی ګډې مبارزې یادې ټولې ډلې د طالبانو په محوریت په داسې منسجمې شبکې کې وساتلې، چې هم یې خوندي پټنځای ورته برابر کړی و او هم طالبانو د خپل مقاومت په برخه کې د یادو ډلو له ځواک، امکاناتو او نظامي – تخنیکي مشورو نه ګټه اخیسته.
په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې له اعلان وروسته ډېر ژر طالبانو وسله وال غبرګون وښود او په یو شمېر جنوبي او ختیځ ولایتونو کې په غیر رسمي ډول د داعش پر وړاندې نظامي تشکیلات برابر او عملیات پیل کړل. داعش چې خپله هم تروریستي او سخت دریځ وسله وال حرکت دی، څو اړخونه د دې لامل ګرځېدلي، چې د نورو تروریستي ډلو په پرتله چې طالبان ډېرې ښې اړیکې ورسره لري او داعش ته د سخت دښمن په سترګه وګوري. لومړی، هغه مهال چې طالبان له افغان او بهرنیو ځواکونو سره په جګړه بوخت و، داعش د طالبانو جګړه د نظامي ځواک او اسلامي نظریې له اړخه سخت وننګوله. دویم، طالبان باور لري، چې داعش د هغو بهرنیو چینلونو تنظیم شوې پروژه ده، چې د دوی په ضد د عملیاتو او له منځه وړلو یا هم کمزوري کولو لپاره طرح شوې ده. درېیم، طالبان چې له چین، روسیې او ایران سره په وروستیو کلونو کې ښې اړیکې لري، هغوی داعش ته د داسې ترهګریزې ډلې په سترګه ګوري، چې د یادو هېوادونو د نا امنه کولو په موخه را منځ ته شوې ده، ځکه یې په افغانستان کې د دې ډلې د ځپلو لپاره طالبانو سره په استخباراتي او اکمالاتي برخو کې د پام وړ مرستې برابرې کړې. څلورم، طالبان په مذهبي او سیاسي – ایډیالوژیک لحاظ په دیوبندي فکر پورې اړه لري، خو داعش په سلفي جهادیزم باورمند ډله ده او عملا د طالبانو د کلونو په مبارزې له دیني اړخه نیوکې کوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې را وروسته د طالبانو په دری کلنه دوره کې وخت نا وخته بېلابېلو نړیوال سازمانونه او هېوادونه د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ترهګریزو ډلو د شتون او له دې ځایه د نړۍ نورو هېوادونو ته د ور پېښو ګواښونو په اړه د خپلو استخباراتي تحلیلونو او موندونو پر مټ خپلې اندېښنې بیانوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۴ کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د داعش او ګڼ شمېر نورو تروریستي ډلو د شتون او له دې ځایه نورې نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه مفصل راپور خپور کړ. په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې القاعده ډله لا هم د طالبانو له ملاتړ نه برخمنه ده او په ډېر سیستماتیک ډول خپلې چارې پر مخ بیايي. په یاد راپور کې د داعش، تحریک طالبان پاکستان، شرقي ترکستان، د تاجکستان جماعت النصار او یو شمېر نورو ترهګریزو ډلو نومونه یاد شوي، چې واک ته د طالبانو له رسیدو را په دې خوا په افغانستان کې فعالیت لري او د دې ویره موجوده ده، چې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه په ګټې اخیستنې د سیمې هېوادنو سربېره نورې نړۍ ته هم په ښکاره ګواښ بدل شي.
د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱مه نېټه د کابل په زړه کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري ژول کېدل او د بېلابېلو سازمانو له لورې د القاعدې او طالبانو د ګډې همکارۍ بحثونه را پورته کېدل هغه موارد دي، چې لا هم دا ډله افغانستان ته د خوندي مرکز په سترګه ګوري او په ډېر ستراتژیک ډول استفاده ترې کوي. د دې ترڅنګ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د تحریک طالبان پاکستان په حملو کې زیاتوالی او د پاکستان له لورې په بېلابېلو نړیوالو سټیجونو د دې غږ بدرګه کول چې یاده ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه او په حکومتي کچه ملاتړ ورته برابرېږي، هغه موارد دي، چې له القاعدې او تحریک طالبان پاکستان سره د افغان طالبانو د نیږدې اړیکو څرګندويي کوي.
که څه هم د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه په ډېرو مواردو کې خپله اغېزمنتیا درلوده، خو په تېرو درېیو کلونو کې یاده ډله د افغانستان دننه په ډېرو خونړیو پېښو کې ښکېله وه او لا هم د یوه ځواکمن ګواښ په توګه ورته کتل کېږي. د طالبانو د دری کلن حاکمیت پر مهال داعش ډلې د لسګونه داسې حملو مسوولیت منلی دی، چې د لوړې کچې طالبان، حکومتي کارکوونکي، د طالبانو نظامي ځواکونه، بهرني سیلانیان، ژورنالیستان او ملکي وګړي پکې په نښه شوي دي. د دې ترڅنګ، په روسیه، ایران، پاکستان، ترکیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د داعش خراسان څانګې له لوري د خونړیو بریدونو ترسره کېدل یا هم د ورته پېښو له ترسره کېدو وړاندې د یو شمېر وګړو نیول د هغه څه ثبوت دی، چې داعش خراسان په یوه ځواکمن ترهګریز ګواښ بدلېدونکې ډله ده او د ډېرو په ګومان په راتلونکو کلونو کې به د دې وړتیا پیدا کړي، چې په لا پېچلې توګه هېوادونه وګواښوي.
که له یوې خوا په کور دننه د داعش پر ضد د طالبانو عملیات په ښکاره څه نا څه بریا درلوده، خو له بل اړخ د خپل فعالیت لپاره د داعش په تکتیک کې هم د بدلون نښې ښکارېږي. په تېرو درېیو کلونو کې د دې ترڅنګ چې داعش یو لړ ستر او واړه اهداف په نښه کړي، تر ډېره یې تمرکز په دې ساتلی دی چې د افغانستان شاوخوا هېوادونو کې یو شمېر اهداف هدف وګرځوي. په روسیې، ایران او پاکستان کې د داعش خراسان څانګې له لورې د داسې عملیاتو پلان او تطبیق چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله هغه ګواښ دی، چې یاد هېوادونه یې اندېښمن کړي دي او د دې ثبوت دی، چې داعش خراسان نه یوازې تر افغانستان محدوده ده، بلکې افغانستان یو داسې بستر ورته ګرځېدلی، چې په اسانه کولای شي په نورو هېوادونو کې عملیات ترې ترسره کړي.
طالبانو که څه هم په دوحې تړون کې د ټولو تروریستي ډلو پر ضد د مبارزې لپاره خپل تعهد څرګند کړی او د افغانستان خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد د نه کارونې ژمنه کړې، خو په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر وژل کېدل او د دوی تر زنې لاندې د تحریک طالبان پاکستان او د منځنۍ آسیا په ځینو هېوادونو پورې تړلې ترهګرو ډلو شتون په څه مانا کېدای شي؟
که څه امریکا، اروپايي هېوادونو، روسیې، چین او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو له افغانستان څخه د ترهګریز ګواښ په اړه په دوامداره توګه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي، خو پاشلې نړۍ او په افغانستان کې د یوه مشروع حکومت نشتون هغه موارد دي، چې له افغانستان څخه یې پاتې نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ تشدید کړی دی. د دې ترڅنګ د افغانستان اوسنی سیاسي کړکېچ، د نړۍ له لورې د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندلو ناندرۍ، په هېواد کې خراب اقتصادي وضعیت، د خپلو ګټو لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له لورې د افغانستان په چارو کې مداخله هغه نور عوامل دي، چې د افغانستان دننه یې د تروریزم د پراختیا او ځواکمنتیا ګواښ جدي کړی دی. که دا وضعیت په دې ډول دوام پیدا کړي، عام تحلیل دادی، چې له افغانستان د ترهګرۍ دا ګواښ په ځانګړې توګه داعش خراسان چې په وروستیو کې په روسیې، ایران، پاکستان او افغانستان کې د یو لړ پېچلو خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست او په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې داعش خراسان څانګې سره په اړیکو یو شمېر وګړي ونیول شول، د فعالیت ساحه نوره هم پراخه او عملیاتي ځواک نور هم منظم او ځواکمن شي.