افغانستانخبرونه

د طالبانو د درې کلن حاکميت پر ضد د کاناډا د پارلمان مخې ته مېشتو افغانانو لاریون وکړ

په کاناډا کې يو شمېر مېشتو افغانانو د دغه هېواد د پارلمان مخې ته اعتراضیه لاريون وکړ او پر افغانستان د طالبانو د درې کلن حاکمیت پر ضد يې شعارونه ورکړل.

مظاهره کوونکو وويل، پر افغانستان د طالبانو له حاکميت وروسته په دغه هېواد کې افغانان له بشري حقونو بې برخې شوي او نړۍ هم ورته شا کړې ده.

دوی په يوې اعلاميه کې ويلي، په تېرو دریو کلونو کې طالب جنګیالیو د هیواد په سیاسی حاکمیت او همدا راز په ټولو دولتي ادارو کې خپل انحصار وغزاوه، د پخواني حاکمیت مامورین، افسران، د ښځو او مدني ټولنو فعالان او ملت‌پال شخصیتونه یې د غچ اخیستنې په انګیزه په شکنجو، زندانونو او مرګونو وځورول.

د اعلامیې له مخې، نږدې ۳۰ میلیونه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند تېروي، تر دوه نیم میلیونو زیات کدرونه او متخصصین له هېواد څخه وتلي دي، او دننه په هېواد کې قومي بې اتفاقۍ او تاوتریخوالي ته لاره هواره شوې ده.

د کاناډا په اوتاوا کې مېشت افغانان داګست ۱۵مه د افغان ملت د تاریخ یوه تور پاڼه ګڼي او په کلکه د دوی په ټکو (د طالبانو غیر مشروع واکمني) او هغه بهرني او داخلي عوامل غندي چې د دې وضعیت د رامنځته کېدو سبب شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *