خبرونهنړۍ

هند کې ډیری ډاکټرانو ملي کاري اعتصاب کړی دی

په هند کې ډاکټرانو د لوېدیځ بنګال په کلکته ښار کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د جنسي تیري او وژنې له کبله ملي اعتصاب پیل کړی دی.

دا پېښه یوه اوونۍ مخکې شوې وه، چې له هغه راهیسې یې هند کې د ښځو د خوندیتوب په تړاو اعتراضونه مخ په زیاتېدو دي.

د راپورونو له مخې،

د روانې اګست میاشتې په نهمه د جمعې ورځې سهار وختي ۳۱ کلنه تازه کاره ډاکټره تر یوې سختې بوختې او ستړې ورځې وروسته د هند د یوه تر ټولو پخواني روغتون د غونډو په تالار کې ویده شوې وه.

په ورپسې سهار یې همکارانو یې د یادې ډاکټرې نیمه لوڅ بدن د تالار پر درېځ پروت وموند چې د ټپونو نښې هم ورباندې وې.

پولیسو وروسته د (ار.جي.کار ميډيکل کالج) په نوم د دغه ۱۳۸ کلن پخواني روغتون یو رضاکار ونیو چې په وینا یې، دغه مېرمن یې تر جنسي تېري وروسته وژلې ده.

هند کې دا مهال د یادې پېښې پر ضد او د ښځو لپاره د خوندي چاپیریال غوښتو لپاره اعترضونه مخ په زیاتېدو دي.

د هند د ډاکټرانو ۳۰ سلنه او د روغتیاپالانو یا نرسانو ۸۰ سلنه یې ښځينه کارمندانې جوړوي چې له دې ستونزې د خپلو نارینه‌ همکارانو پرتله لا ډېرې اغېزمنېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *