خبرونهنړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسرائیلو ته تللی

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن په غزه کې د اوربند د هڅو په لړ کې اسرائیلو ته تللی او هلته به لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

د راپورونو له مخې،  ټاکل شوې چې نوموړی به نن دوشنبه د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو او له نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او له هغه وروسته به د سې شبنې په ورځ مصر ته سفر وکړي.

دا په فلسطين کې په تېره اکتوبر میاشت کې له پیل شوي تاوتريخوالي راهیسې دې سیمې ته د ښاغلي بلېنکن نهم سفر دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د دواړو ښکېلو لورو تر منځ د فاصلې راکمولو هیله ښودلې ده.

امریکا او سرائیل دواړو تېره اوونۍ په دوحه کې د مذاکراتو له بیا پيلېدو وروسته د یوه احتمالي جوړجاړي په اړه خوشبیني څرګنده کړې خو حماس وايي چې په دغو خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

ویل کېږي‌ چې د دواړو لورو تر منځ په اختلافونو کې یو دا هم دی چې حماس ټينګار کوي چې اسرائيلي ځواکونه به په بشيړ ډول له غزې تړانګې وځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *