افغانستانخبرونه

په کابل کې د ازبکستاني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په کابل کې د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پای ته رسېدلی دی.

په دې نندارتون کې د ازبکستان تولید شوي تیز رفتاره، باروړونکي او مسافر وړونکي موټر، د اور وژنې وسایط او کرینونه، کرنیز ماشینونه، خوراکي توکي، جامې، بریښنايي وسایل، غالۍ او ځینې نور توکي نندارې ته ایښودل شوي وو چې نن دوشنبه د زمري پر ۲۹مه پای ته ورسېد.

د دغه نندارتون په پای مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ویلي چې نوموړي نندارتون له ازبکستان سره د «اړیکو ژورولو لپاره یو ځانګړی چانس» برابر کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې ازبکستان د افغانستان صادراتي توکو ته له ۱۰ تر ۷۵ سلنې پورې تخفیف ورکړی او د هېواد صادارتي توکو لپاره یې اسانتیاوې او مارکېټونه برابر کړې دي.

د یادونې ده چې په کابل کې د ازبکستاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون د روانې اوونۍ پر یکشنبه پېل شوی و.

له دې سره هممهاله، د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف‌اوف شنبه د زمري پر ۲۷مه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او له طالبانو سره یې د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړې لاسلیک کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *