د پاکستان پوځ وايي، درې عسکر يې د خیبر پښتونخوا په باجوړ سيمه کې له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتي دفتر (اي.ایس.پي.ار) پرون په يوې اعلامیه کې ويلي چې د افغانستان څخه دغې سيمې ته را اوښتو وسله والو په باجوړ کې د پوځ په يوه پوسته برید کړی دی.
سرچینې زياته کړې، تر برید وروسته نښته رامنځته شوې چې درې پاکستاني عسکر او پنځه وسله وال په کې وژل شوي دي.
د پوځ په اعلامیه کې يو ځل بيا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې د خپلو سرحدونو امنيت ټينګ کړي چې دېغاړې ته ترې وسله وال د برید لپاره نه راځي.
خو طالب چارواکو تل دا رد کړې چې په پاکستان کې بریدونه له دېغاړې تنظيمېږي.