افغانستانخبرونه

د متقاعدینو حقونو د ارزونې په موخه ځانګړې محکمې جوړیږي

کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز) 

په افغانستان کې د سرپرست حکومت رهبر ملا هیبت الله اخوندزاده امر کړی، چې د متقاعدینو حقونو د ارزونې په موخه دې بېلا بېلې ادارې ځآنګړې محکمې جوړې کړي.

د نوموړي په تازه فرمان کې وزارتونو او ریاستونو ته سپارښتنه شوې، چې د شریعت او اداري قوانینو په رڼا کې دې د متقاعدینو حقوق وارزول شي، خو بلخوا د طالبانو ویاند بیا په ډاګه کړې، چې د یادو محکمو د پرېکړو پر وړاندې هیڅوک د اعتراض حق نلري.

خو متقاعدين وايي چې دوی د جرمونو مرتکبين نه دي چې د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره محاکمو ته مراجعه وکړي. دوی تقاعد د افغانستان د قوانينو په رڼا کې خپل حق ګڼي او وايي چې لسګونه کلونه يې د خاورې او ملت خدمت کړی دی چې اوس يې د ژوند په وروستيو کلونو کې د کورناستو په توګه بايد حقوق ورکړل شي.

د یادونې وړده، چې طالبانو له واکمنیدو وروسته د متقاعدینو حقوق لغوه کړې و، چې له له امله یې په پرلپسې ډول شکایتونه وشول.