خبرونهځانګړي برخهنړۍ

پر روسېه د اوکراین بې ساری هوايي‌ برید!

اوکراین د چهارشنبه په ورځ په مسکو کې د بې پیلوټه الوتکو ترټولو لوی برید پیل کړ.
د پوډولسک ښاروال سرګي سوبیانین وویل ، د روسیې هوایی دفاعي ځواکونو د پلازمینې په لور 11 بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې.
د مسکو اړوند دغه سیمه د کرملین سویل شاوخوا 38 کیلومتره (24 میله) کې پرته ده.
سرګي سوبیانینوویل، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د بریدونو په پایله کې چاته د سر او مال زیان نه دی اوښتی.
د رویټرز خبري‌ اژانس د راپور له مخې د مسکو نظامي‌ او دفاعي قومندانۍ اعلان کړی چې د چهارشنبې سهار وختي لږ تر لږه ۱۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې د روسیې پلازمېنې او شاوخوا سیمو په هوا کې په نښه کړي‌ او لمنځه یې وړي.
د روسيي چارواکو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې ۴۵ برید کونکي‌ بې پیلوټه الوتکې په هوا کې څارل شوې دي.
دا خبر داسې مهال خپریږي چې د اوکریني‌ ځواکونو د روسیي په غربي کورسک سیمه کې تازه پرمختګونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *