د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، د طالبانو د هغې پرېکړه په اړه چې دی نور افغانستان ته د تګ اجازه نه لري ویلي دغه پرېکړه د شاتګ پر لور یو ګام دی او دا د دې ښکارندوي کوي چې دوی له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د بشري حقونو په برخه کې تعامل نه کوي.
ریچارډ پېنېټ له طالبانو غوښتي جې خپله پرېکړه بېرته واخلي او ده ته اجازه ورکړي ترڅو د ملګرو ملتونو د خپلواک کارپوه په توګه په بې پرې ډول خپل مسولیت ترسره کړي.
نن د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي و چې بېنېټ د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي او ممنوع الدخول شوی دی.