خبرونهسیمه

د پاکستان مالیې وزیر، تمه لرو نړیواله مالیاتي اداره (آی ایم ایف) ۷ ملیارده ډالر پور راکړي

د پاکستان مالیې وزیر محمد اورنګزیب هیله څرګنده کړې چې د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې به د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) اجرایوي بورډ پاکستان ته د پور ورکولو منظوري ورکړي.

د راپورونو لمخي، د جمعي په ورځ د پاکستان د مالیې وزیر خبریالانو ته په غیر رسمي خبرو کې وویل چې کله له آی ایم ایف څخه د پاکستان حکومت د پور غوښتنه کړې وه، داسي فکر کېدو چې دغه اداره به پاکستان ته د لنډې مودې پور ورنکړي، خو نوموړي باور څرګند کړی چې د تېر ځل په څېر به آی ایم ایف یوځل بیا پاکستان ته پور ورکړي.

د پاکستان حکومت په خپله بودجه کې د روان مالي کال لپاره د ۲۰ ملیارده ډالرو پور اخیستلو هدف ټاکلی دی.

اورنګزېب تر دې له مخه ویلي وو چې نړیواله مالیاتي اداره یا آی ایم ایف په دې شرط پاکستان ته پور ورکوي چې اسلام اباد د چین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څخه د ۱۲ ملیارده ډالرو پور د مودې غزولو هوکړه تر لاسه کړي.

د پاکستان د دولتي خبري ادارې ای پي پي د بیان لمخې، تر اوسه پوري متحده عربي اماراتو یواځي د ۱ ملیارد ډالرو پور د مودې غزولو هوکړه کړې او د پاتي ۱۱ ملیارده ډالرو پور د مودې غزولو په اړه کومه هوکړه نده تر لاسه شوې.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو لمخې، د آی ایم ایف ۷ ملیارده ډالرو پور د هوکړې له تر لاسه کولو وړاندې پاکستان هڅه کوي چې د بهرنیو پورونو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د منځني ختیځ له بانکونو څخه ۴ ملیارده ډالره پور تر لاسه کړي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب په دې اړه ویلي چې ددوبۍ اسلامي بانک له مشر داکتر عدنان چلوان سره یې په دې اړه انلاین خبرې کړې.

د پاکستان مالیې وزارت او مرکزي بانک د چهارشنبې په ورځ ددې هېواد د سنا مجلس اقتصادي کمېټې ته ویلي چې پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له آی ایم ایف څخه په ۵.۰۹ فیصده سود باندي ۳ ملیارده ډالره اخیستي و چې د سود دغه اندازه ددې ادارې له معمول سود څخه زیاته ده.

د یادولو وړ ده چې پاکستان د بهرنیو قرضو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی، د نړیوالې مالیاتي ادارې د فشارونو له امله یې مالیات څو برابره لوړکړي، برېښنا او ګیس یې د تېر په پرتله څو برابره ګران کړي چې د رسنیو د راپورونو له مخې په دې هېواد کې ګڼې بهرنۍ او کورنۍ تولیدي او خدماتي کمپنۍ او شرکتونه د بندېدو په حال کې دي.

.