لوبې

د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالیو پایلوبه نن ترسره کېږي

نن شنبه د ۲۰۲۴ کال د اګسټ ۲۴مه د کابل په نړیوال کرکیټ لوبغالي کې د افغانستان د کورني کرکیټ (شپږیزې لیګ) نهم پړاو سیالیو پایلوبه د امو نهنګان او بند امیر ښاماران لوبډلو تر منځ تر سره کېږي.

په دغو لوبو کې سږ کال پنځو لوبډلو، آمو نهنګان، بست ساتونکي، بند امیر ښاماران، سپین غر زمریان او مس عینګ لوبډلو برخه لرله چې امو نهنګان او بند امیر ښاماران پای لوبې ته ووتل.

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د بند امیر ښاماران او عظمت الله عمرزی د امو نهنګان لوبډلو لوبډلمشري کوي.

به تېر کې ددغو سیالیو لپاره لوبغاړي د بولۍ له لارې اخیستل کېدل، خو سږ کال د افغانستان د کرکیټ بورډ ادارې د غورواوي کمېټې لخوا لوبغاړي په پنځو  لوبدلو وېشل شوي وو، چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ ګڼ شمېر ځوانانو ته هم د لوبېدو موکه ورکړل شوې وه چې یو شمېر یې ډېر ښه وځلېدل.

د ښپږیزې لیګ سیالۍ د روان ۲۰۲۴ کال د اګسټ پر ۱۲ پيل شوې وې، چې د مهالوېش له مخې په ټاکلو ورځو کې دوه، دوه لوبې ترسره کېدې.

په دې سیالیو کې د نړیوال کرکیټ افغان ستوري راشد خان هم له پنځو کلونو وروسته ګډون کړی وو چې د سپین غر پړانګان لوبډلې لوبډلمشري یې کوله.