عجایب
د نړۍ دويم ستر الماس د افریقا په جنوب کې کشف شو
يو کاناډايي شرکت په نړۍ کې د دویم ستر الماس د کشف خبر ورکوي او وايي، دا د ۲زره او ۴۹۲ قيراطه وزن لرونکی الماس په افریقايي هېواد بوتسوانا کې کشف شوی دی.
د لوکارا ډایمنډ په نوم دغه کاناډايي شرکت وايي، دا الماس د بوتسوانا په شمال ختيځ (کاروو) د الماسو په معدن کې د عصري تېکنالوجۍ په مرسته کشف او تر لاسه شوی دی. ياد شرکت د دغه الماس د کیفیت او ارزښت په اړه څه نه دي ويلي.
په لومړي ځل په ۱۹۰۵ ميلادي کال کې د الماس تر ټولو ستره تیږه د ۳زره او ۱۰۶ قيراطه په اندازه هم د افریقا په جنوب کې کشف شوې وه چې نوم يې (کولینان) ايښودل شوی دی.