پاکستاني رسنۍ وايي، د بلوچستان ایالت د پشین ولسوالۍ د پوليسو يو چیک پاینټ سره نږدې چاودنه شوې چې د لومړنيو رپوټونو له مخې دوه ماشومان په کې وژل شوي او ۱۴ نور کسان ټپيان دي. په ټپيانو کې ۵ پوليس هم شامل دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د پوليسو وياند شاهد رند رسنيو ته ويلي چې چاودنه نن غرمه مهال د پوليسو د تالاشۍ يو مرکز ته نږدې شوې چې يو موټر او موټر سایکلونه يې هم ويجاړ کړي دي.
هغه زیاته کړه، پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او د پنځو پوليسو په ګډون ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.
دی وايي، ټپيان او مړي نږندې روغتون ته وړل شوي او سيمه تر کنټرول لاندې ده.
د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی خو تر دې وړاندې په بلوچستان کې د دا ډول بریدونو مسوليت د بلوچ بېلتون غوښتنونکو وسله والې ډلې منلی دی.