امو نهنګان لوبډلې د نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه
امو نهنګان لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په پایلوبه کې بند امیر ښاماران لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د نهم پړاو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
په دغو لوبو کې سږ کال پنځو لوبډلو، آمو نهنګان، بست ساتونکي، بند امیر ښاماران، سپین غر زمریان او مس عینګ لوبډلو برخه لرله چې امو نهنګان او بند امیر ښاماران پای لوبې ته ووتل.
د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د بند امیر ښاماران او عظمت الله عمرزی د امو نهنګان لوبډلو لوبډلمشري کوي.
د نننې ورځې په سیالۍ کې د بند امیر لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکل شو ۲۰ اورونو کې یې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې.
په دغه سیالۍ د بند امیر لوبډلې له لوري په توپوهنه کې حشمت الله شهیدي ۷۸، صدیق اتل ۷۵ او کریم جنت ۲۰ منډې وکړې.
په مقابل کې ورکړل شوې هدف د امو لوبډلې په ۱۹ اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د امو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې شاهد الله ۵۹، محمد اسحاق ۴۷، زبید اکبري ۴۰، شرف الدین اشرف ۱۳ او عبدالمالک ۱۲ منډې وکړې.
دغه راز په توپ اچونه کې نجات مسعود، الله محمد غضنفر او امیر حمزه د امو لوبډلې یو یو لوبغاړي وسوځول.
به تېر کې ددغو سیالیو لپاره لوبغاړي د بولۍ له لارې اخیستل کېدل، خو سږ کال د افغانستان د کرکیټ بورډ ادارې د غورواوي کمېټې لخوا لوبغاړي په پنځو لوبدلو وېشل شوي وو، چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ ګڼ شمېر ځوانانو ته هم د لوبېدو موکه ورکړل شوې وه چې یو شمېر یې ډېر ښه وځلېدل.
د ښپږیزې لیګ سیالۍ د روان ۲۰۲۴ کال د اګسټ پر ۱۲ پيل شوې وې، چې د مهالوېش له مخې په ټاکلو ورځو کې دوه، دوه لوبې ترسره کېدې.
په دې سیالیو کې د نړیوال کرکیټ افغان ستوري راشد خان هم له پنځو کلونو وروسته ګډون کړی وو چې د سپین غر پړانګان لوبډلې لوبډلمشري یې کوله.