خبرونهسیمه

د پاکستان په کويټه کې وسله والو ۲۳ مسافر وژلي دي

پوليس وايي، وسله والو کسانو د بلوچستان ایالت کویټې اړوند په موسی خېل سیمه کې د لویې لارې ۲۳  موټر چلوونکي او مسافر له موټرو ښکته کړي او وژلي يې دي.

د موسی خېل سيمې د پوليسو مشر ايوب اچکزي رسنيو ته ويلي نا معلومو وسله والو کسانو تېره شپه په د موسی خېل سيمه کې د لارۍ موټرو چلوونکي او ځينې مسافر له موټرو ښکته کړي او ډزې يې پرې کړې دي.

هغه ويلي، وسله والو کسانو په لويه لاره باندې چیک پاینټ جوړ کړی و او مسافر يې له موټرو ښکته کول.

دی وايي، وسله والو لس موټرونو ته اور هم اچولی دی خو زياتوي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او د مړو کسانو جسدونه يې روغتون ته لېږدولي دي.

پوليس وايي، د پېښې پلټنې روانې دي چې نور جزیات به يې وروسته په ډاګه شي.