خبرونهسیمهنړۍ

بلوچستان کې د اورګاډي پټلۍ باندې چاودنه؛ له کويټې د اورګاډي تګ راتګ بند شوی

پاکستاني رسنۍ وايي، ناڅرګندو وسله والو کسانو د بلوچستان ايالت د کولپور او مچهـ سیمو ترمنځ د اورګاډي پټلۍ په بمونو الوځولې چې له امله يې د پاکستان نورو سیمو ته له کویټې د اورګاډي تګ راتګ بند شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، وسله والو کسانو د رېل پټلۍ لاندې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو چې له امله يې د پټلۍ يوه برخه تخريب شوې او لیکه پرې شوې.

په دغه چاودنه کې که څه هم ځاني زیان نشته خو د يوه اورګاډي وروستۍ ډبه يې زیانمنه کړې ده.

بلخوا په پاکستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله وال غورځنګ د دغه برید مسوليت پر غاړه اخېستی دی.