خبرونهسیمه

بنګله دېش کې سيلابونو ۵ ميليونه خلک زیانمن کړي، ۲۰ کسان مړه دي

د بنګله دېش په مختلفو سيمو کې موسمي بارانونو له امله سیلابونه راوتلي چې شاوخوا پنځه ميليونه وګړي يې زيانمن کړي او د شلو په شاوخوا کې کسان مړه شوي دي.

راپوټونه وايي، چې د بنګله دېش انتقالي حکومت بېړنيو مرستو اعلان کړی او دغه راز یې له زیانمنو شويو خلکو سره خپله غمرازي شریکه کړې ده.

د رپوټونو  له مخې وروستيو موسمي بارانونو له امله په زياته اندازه سيلابونه راوتلي چې پنځه ميليونه او ۲۰۰زره کسان يې زيانمن کړي دي.

په دغو سيلابونو کې د ۲۰ کسانو د مړينې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د بنګله ديشي چارواکو د معلوماتو له مخې، باران او سيلابونو په دغه هېواد کې ۱۱ ښارونه او سيمې زيانمنې کړې دي.