د طالبانو مشر په یوه تازه فرمان کې ویلي، له مرکزي او د وزارتونو وياندويانو پرته هېڅوک نه شي کولای د دغې ډلې له ادرسه څرګندونې وکړي.
د طالبانو د مشر له لوري دغه تازه فرمان باختر دولتي اژانس خپور کړی دی.
په فرمان کې راغلي، د طالبانو مرکزي ویاند مکلفیت لري چې د طالبانو موخې پالیسۍ، فعالیتونه، لاسته راوړنې او نور اړوند اطلاعات رسنیز او خپاره کړي او دغه راز د داسې اجتماعي او سياسي امورو په هکله چې د افغانستان اسلامي امارت موقف په کې واضح نه وي د نظر له څرګندولو څخه ډډه وکړي او يوازې هغه اعلاميې چې د افغانستان اسلامي امارت د عالي مقام لخوا ورکړل شوې وي، نشر كړي.
سرچېنې لیکلي، د وزارتونو او امارتي ادارو د وياندويانو فعاليتونه يوازې په اړوند وزارت یا ادارې پورې محدود دي او د وزارتونو او امارتي ادارو وياندويان مكلف دي چې د مطالبو له خپرولو څخه مخکې د اړوند وزارت یا ادارې له مقام څخه اجازه ترلاسه کړي.
په یاد فرمان کې دغه راز راغلي، د وزارتونو او امارتي ادارو ویاندویان نه شي کولایچې له ورکړل شویو مشخصو امورو څخه پرته په نورو امورو کې نشرات او څرګندونې وکړي.