د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرګرام یو ځل بیا په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو لپاره د بودیجې په کمیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د بودیجې د کمښت لویه بیه ښځې پرې کوي.
یاد پروګرام په یوه اعلامیه کې لیکلي، افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره یې د نړیوالې تولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیچې غوښتنه کړې وه چې ددغې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده برابره شوې ده.
سرچېنې لیکلي، په افغانستان کې ښځې د ژوند د تیرولو او معیشت لپاره ډیرې کمې پیسې سپما کوي او ترټولو دورن پیټی پر خپلو اوږو باندې وړي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له وړاندې څلور میلیونه ښځې اوماشومان د خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي او د اضافي بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کې به وضعیت لا خراب شي.
د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې نجونې او میرمنې د طالبانو له خوا د کار او زده کړو د حقونو په ګډون د جنسیت پر بنسټ د سختو ګواښونو سره مخ دي.
ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې تولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بږدیچې د برابرولو غوښتنه کړې وه چې د اګست د روانې میاشتې تر ۱۳ ورځې پورې نړیوالې ټولنې ددغې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده برابره کړې ده.