
کابل ټيليګراف (د سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ترکیې په یوه خوړنځای یا هوټل کې د اورلګیدنې له امله د مړو شمېر له ۷۸ تنه او د ټپيانو شمېر له ۵۲ تنو زيات شوي دي.
دغه اور تیره ورځ د ترکیې هېواد د بولو ولایت په کارتالا قایا تفریحي سیمه کې په یوه خوړنځای کې لګیدلی وو.
د یاد هېواد چارواکو نن په ټوله ترکیه کې ملي ماتم اعلان کړی او ویلي، چې اور په بشپړ ډول مړ شوی او د لس ورځو په ترڅ کې به د اور د لګیدو څرنګوالی معلوم کړي .