افغانستانخبرونه

د تورخم پېښور لارې تړل کېدل؛ د افغان سوداګرو ۲۰۰۰ لارۍ د تګ انتظار کوي

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي، د خيبر پښتونخوا په جمرود سیمه کې د قومي خلکو د اعتراض له امله لويه لاره تړل شوې چې له امله يې په سیمه کې د افغان سوداګرو دوه زره لارۍ بندې ولاړې دي.

ياد سفارت پر خپله اېکس پاڼه له پاکستاني چارواکو څخه د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده او وایي، په دغه برخه کې يې ځایي چارواکو سره خبرې روانې دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، سیمه کې د يو شمېر محدودو خلکو له لوري لاره بنده شوې چې دا مهال دوه زره لارۍ له تورخم نه پېښور ته پر لاره کې يادو خلکو درولې دي او افغان سوداګرو ته يې ميليونونه ډالر زيان اړولی دی.

د طالبانو سفارت وايي، که څه هم د پاکستان له اړخه هم سوداګري او ټرانزيټ هم بند دی خو د افغانستان د ميوو او سبزيو وخت دی، ډېر زيان افغانانو ته رسدلی، دا موضوع په اسلام اباد کې افغان سفارت له پاکستاني چارواکو او ادارو سره مکرراً شریکه کړې او هغوی يې د ژر تر ژره د حل ژمنه راکړې خو متاسفانه کوم پرمختګ نه دی شوی.