
په کاپيسا کې سيمهييزو طالب مسوولانو د دغه ولايت د یو اوسېدونکي په شخصي لګښت د ښوونځي د جوړېدو خبر ورکړی دی.
په کاپيسا کې د طالبانو د پوهنې رئیس محمدفريد حقاني ویلي چې دا ښوونځى د نجراب ولسوالۍ په «اهنګرانو» کلي کې د «خالد بن ولید» په نوم ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د حقاني په وينا، دا ښوونځى شپږ درسي ټولګي، يوه اداري خونه او نورې اسانتیاوې لري.
طالبانو د یاد ښوونځي د جوړېدو لګښت یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانۍ ښودلې دي.
دغې ډلې په هېواد کې له بیاځلې واک ته تر رسېدو وروسته د ديني مدرسو پر جوړونې ډېر تمرکز کړى دى.
څو ورځې مخکې طالبانو اعلان کړی و چې تېر درې کاله په هېواد کې د دغې ډلې له خوا شاوخوا ۱۹ زره ښوونځي جوړ شوي دي.
د ښوونځيو د جوړونې په برخه کې د طالبانو د نهپاملرنې له کبله يو شمېر هېوادوالو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په خپل شخصي لګښت ښوونځي جوړ کړي دي.